شبرغان (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): جوزجان کې یو شمېر بزګران په داسې حال کې له سختې وچکالۍ اندېښنه څرګندوي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي چې د کرنې ریاست وايي، وچکالۍ د دغه ولایت ۸۰ سلنه کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی.
جوزجان د هېواد یو له شمالي ولایتونو دی چې ډېری اوسېدونکي یې خپل ورځني لګښتونه د کرنې او مالدارۍ له لارې ترلاسه کوي، خو سږ کال له سختې وچکالۍ سره مخ دی.
د بزګرانو اندېښنه
د شبرغان ښار د «قره دریا» کلي یو بزګر محمدامین د وچکالۍ په اړه اندېښمن دی او وايي: «سږ کال مو ان یوه بورۍ غنم حاصل هم وانه خیست.»
هغه زیاته کړه چې سږ یې پر ۶ جریب ځمکه ۲۵ منه غنم کرلي وو، خو د وچکالۍ له امله یې چندان حاصل نه دی ترلاسه کړی.
د هغه په خبره، د نورو کلونو پر نسبت سږ کال هیڅ باران او واوره نه دي ورېدلي. د خاورې کم رطوبت د دې لامل شو چې کرل شوي تخمونه له راپورته کېدو مخکې وچ شي او له منځه ولاړ شي.
هغه زیاته کړه: «ځمکې درزونه کړي او په بشپړ ډول وچه شوې، څاروي نو د اوبو نشتوالي له امله ناروغېږي، له دې ځمکې مو نوره تمه نشته.»
هغه په دې برخه کې د اسلامي امارت او نورو مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د شبرغان د «دوشنبه» کلي اوسېدونکی عبدالعزیز هم په دغه ولایت کې وچکالۍ اندېښمن کړی او د خپلو حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي.
دغه ۷۰ کلن بزګر وویل: «په عمر کې مې داسې وچکالي نه وه لیدلې؛ ټول عمر مې په همدغه کلي کې تېر کړی، ځمکه مې واړوله، تخم مې پهکې وکرل، خو هیڅکله مو داسې سخت ژوند نه و لیدلي. نور زموږ لپره هیله نړ نه ده پاتې.»
عبدالعزیز په ډېره سختي یې پر خپله ځمکه ۱۰۰ منه غنم کرلي وو، خو د ورښت او وچکالۍ له امله یې ټول حاصلات له منځته تللي دی.
هغه پر ناامیدۍ وايي: «په څاه کې اوبه وچې شوې، باران نه دی شوی، اوس هر څه لمر سوځولي، ځمکه نور ژوندۍ نه ده، وچه شوې او زموږ حاصل یې له رسېدو مخکې له منځه وړي دي.»
هغه چې له اسلامي امارت او مرستندویه موسسو د مرستې غوښتنه کوي، زیاتوي: «کروندګرو ته باید مسلکي زدهکړې ورکړل شي، موږ ته دې د اوبولګولو د څاڅ سیسټم رازده کړل شي.»
د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې یو مالدار عبدالحی وايي چي په وروستیو ۵۰ کلونو کې یې داسې وچکالي نه وه تجربه کړې، سږ کال ټول محصولات وچ شوي او ان دی خپله څارویو ته واښه نه لري.
هغه زیاته کړه: «د خوراکي توکو ذخیرې او د څارویو واښه نشته، د مالدارانو څاروي وږي دي، که حکومت او نړۍوال موسسې لازم اقدامات ترسره نه کړي، خلک له بېوزلۍ ونه ژغوري له ژمي مخکې به ډېري څاروي یا تلف شي یا د مجبورۍ له امله به یې په ناچیزه بیه وپلورو.»
د مسوولینو ځواب
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر رستم کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ادارې د ارزونو پراساس، په روان کال کې په دغه ولایت کې ۸۰ سلنه کرنیزې ځمکې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې دي.
هغه زیاتوي، اټکل کېږي چې روان کال کې د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات ۸ سلنه کم شي.
نوموړی وايي: «په ۱۴۰۴ کال کې، د بذري غنمو د کښتي ځمکو کچه ۴۳ زره او ۸۵۹ هکټاره وع چې حاصلات یې څه باندې ۷ اعشاریه ۹ ميلیون ټنه ته رسېدل، په داسې حال کې چې تېر کال د کښت ساحه ۴۶ زره او ۵۳۳ هکټار او حاصلات یې څه باندې ۸ اعشاریه ۴ میلیون ټنو ته رسېدل.»
هغه زیاتوي: «د تېر کال په پرتله، د للمي غنمو حاصلات شاوخوا ۲۳ سلنه او دغهراز د غیرللمي غنمو کچه د تېر کال په پرتله شاوخوا ۹ سلنه کمه شوې ده.»
کریمي دغهراز وویل، د کرنې ریاست له همکارو موسسو سره په همکارۍ څه باندې ۱۰۲ زره ټنه کرنیز تخم او کیمیاوي سره په ۱۴۰۳ او سږ کال کې وېشلې او دغه لړۍ اوس هم دوام لري.
نوموړي زیاته کړه، یاد ریاست کرونده کې د اوبو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي او د اوبو له سرچینو د اغېزناکې استفادې په موخه فني او تخنیکي زدهکړې له لازمو لارښوونو سره کروندګرو ته وړاندې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP