Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
امنیتي مسوولین وايي چې په بلخ او لوګر ولایتونو کې دوه کسان وژل شوي دي.
د بلخ ولایت یو شمېر مسګران د خپلو محصولاتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي او اندېښنه څرګندوي چې دغه لرغونی صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د نفتو د تصفیې یوه فابریکه جوړه او پرانیستل شوه.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د بربر تاریخي کلا پر ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته یې د بیارغونې غوښتنه کوي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې دغه ولایت کې د شري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۷۲۰۰ ماشومان بستر شوي چې له ډلې یې ۳۲ مړه شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د حرفوي غلو یوه اتهکسیزه ډله نیول شوې ده.
بلخ کې د قطر سرې میاشتې په مالي ملاتړ د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې بېسرپرسته ښځو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ د زدهکړو نهه مرکزونه جوړ شول.
بلخ کې د انجې د پلورونکو او صادروونکو اتحادیې مسوولین وایي چې سږ کال له دغه ولایته هند ته ۸۴۰ ټنه انجه صادره شوې چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وایي، د جاپان په مالي ملاتړ یې په بلخ او اروزګان ولایتونو کې د کلیوالي سیمو خلکو د ملاتړ لپاره یو کلن پروګرام پیل کړی دی.
په بلخ ولایت کې د سون توکو یو شمېر پلورونکي د خرڅلاو بازار له پيکه کېدو شکایت کوي او وایي چې سږ کال خلک د تېرو کلونو په څېر د سون توکي نه پېري.
د ژمي په رارسېدو سره د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ د امو سیند څنډو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی او هره ورځ ګڼ شمېر کسان دې سیمې ته ورځي.
د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د یوه خیریه بنسټ له لوري ۴۰ کډوالو کورنیو ته سرپناوې جوړې شوې، دغه راز د یادې ولسوالۍ له ۶۰۰ سېلابځپلو کورنیو سره مرستې وشوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP