پولیس: هغه کس مو ونیو چې له خلکو یې د تحصیلي ویزو په نوم پیسې او پاسپورټونه اخیستي وو
د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، هغه کس یې نیولی چې له ۱۱۰ کسانو یې په دې نوم پاسپورټونه او له هر یوه یې له زرو تر دوه زره ډالر اخیستي وو چې ګواکي هغوی ته تحصیلي ویزې راباسي.


