د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو د نږدې ۹۳ سلنه رایو شمېرنې له مخې اردوغان ۴۹٫۴۹ سلنه او قلیچدار اوغلو ۴۴٫۷۹ سلنه رایې خپلې کړې او که پایلې همداسې مخې ته ولاړې شي، نو دغه ټاکنې به دویم پړاو ته وغځېږي.