خلک او حکومت په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو کډوالو خوراکي توکي وېشي
حکومت، سوداګر، مدني فعالان او عامو خلک په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو افغان کډوالو خواړه وېشي.
حکومت، سوداګر، مدني فعالان او عامو خلک په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو افغان کډوالو خواړه وېشي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، تورخم او سپینبولدک ته یې په وسایلو سمبال ډلې استولې دي، څو هېواد ته راتلونکي افغان کډوال په منظم ډول ثبت کړي.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو تورخم ته له افغان کډوالو سره د مرستې په موخه ګڼ شمېر نقليه وسايط لېږلي دي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د رياستالوزرا د مالي او اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي تورخم ته سفر کړی دی.
د ننګرهار چارواکي وايي، له پاکستان څخه د تورخم له لارې پرون ۵۳۴ کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.
د مالیې وزارت وایي، د تورخم ګمرک کارکوونکو په یوه صادراتي محموله کې نږدې ۲۲۲ کیلوګرامه قیمي ډبرې چې ګاونډي هېواد ته قاچاق کېدې کشف او ترلاسه کړې دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تېرو ۱۷ ورځو کې د تورخم له لارې پر تذکرو باندې شاوخوا ۱۸ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د انټرپول پوليسو په تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د قيمتي غميو د قاچاق مخه نيولې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د تورخم سرحدي پولیسو یو کس د ۲۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق په تور نیولی چې غوښتل یې دغه پیسې په ناقانونه توګه ګاونډي هېواد ته انتقال کړي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم ښارګوټي کې د ګمرک ادارې له لوري د ۱۸۶ ټوکه نکاحخطونو د قاچاق مخه نيول شوې ده.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، له لس ورځني بنديز وروسته د تورخم دروازې له بېرته پرانیستل کېدو سره سم په تېرو دوو ورځو کې ۵۴۵ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د راپورونو له مخې د تورخم دروازه چې لس ورځې مخکې تړل شوې وه، نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه. د افغانستان ملي تلوېزیون په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي…
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي ، پاکستان موافقه کړې ده چې د جمعې په ورځ د سهار په اتو بجو د تورخم دروازه پرانیږي. د تورخم دروازه نهه ورځې مخکې (د تېرې اونۍ چهارشنبې په…
د کوزې پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې یو شمېر سوداګرو د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړلو غبرګون کې لاريون وکړ. د تورخم دروازه اته ورځې مخکې په ياده سيمه کې د افغان…
د تورخم دروازه په شپږمه ورځ هم تړلې وه، پاکستان ادعا کوي چې د تورخم په وروستۍ شخړه کې ډزې لومړی افغان لوري کړې، خو افغان لوري ویلي چې ډزې لومړی پاکستاني ځواکونو کړې دي.
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې او دواړو خواوو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو سلګونه موټر ولاړ دي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د تورخم دروازه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شوې نښته کې مرګژوبله اوښتې ده.
پاکستاني ځواکونو د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند د تورخم دروازه د لنډ وخت لپاره د مسافرو او سوداګریزو موټرو پر مخ تړلې وه.
ننګرهار ولايت کې مسوولین وايي، تورخم ښارګوټي کې يوه ۱۲ کلنه کارګره ماشومه د بار وړونکي ټيلر د ټاير لاندې شوې او مړه شوې ده.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د تورخم ګمرک مسوولينو له درېيو کسانو۵۰۰ پاڼې جعلي ګمرکي اسناد او درې مهرونه کشف او ترلاسه شوي.
ننګرهار کې مسوولین وايي، پاکستان ته له پاسپورټ پرته د ناروغانو د لېږد ځانګړي کمېسیون معرفي کولو له لارې په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۲۰ زره ناروغان او د هغوی پایوازان دغه هېواد ته تللي دي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، تورخم ښارګوټي کې د استخباراتو مديريت موظفینو پاکستان ته د تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.