Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په تېرو درېیو ورځو کې د امریکا په څلورو ایالتونو کې د سخت توپان او بوړبوکیو له امله ۲۱ کسان مړه شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې په متحده عربي امارتو او عمان کې د سختو ورښتونو او توپان پایله کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.
هلمند کې ځایي مسوولین وايي، د وروستیو ورښتونو او توپاني بادونو له امله د دغه ولایت په مارجه او باباجي ولسوالیو کې څه باندې ۱۲۰۰ سولري تختې ماتې شوې او د غنمو شاوخوا ۱۷۰۰ جریب فصلونه یې زیانمن کړي دي.
ځايي مسوولین وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختو واورو ورېدو او توپان له امله بامیان او دایکنډي ولایتونو ته غځېدلې ځینې لارې تړل شوې او د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.
مسوولین وايي چې پرون په کندهار کې د تېز باد او توپان له امله د دېوال نړېدو پېښه کې دوو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د میانمار هېواد په لوېدیځ کې د توپان له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۷۰۰ نور ټپیان شوي او مرستندویانو شاوخوا هغه ۱۰۰۰ کسان ژغورلي چې تر نړېدلو دېوالونو لاندې بند پاتې وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن