ژبه

امریکا کې د توپان له امله لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

توسط احمد صهيب حسرت

مې 18, 2025 - 8:55 am

Views: 194

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د میسوري او کینتاکي په ایالتونو کې د توپانونو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د الجزیزې د راپور له مخې، د دغو توپانونو له امله یوازې په میسوري ایالت کې له پنځو زرو زیات کورونه ویجاړ شوي او دغه راز د زرګونه کورونو برېښنا هم پرې شوې ده.

د کینتاکي والي، اندي بشیر ویلي چې یوازې ۱۴ کسانو په دغه ایالت کې د توپان له امله مړه شوي دي.

د راپور له مخې، په میسوري ایالت کې بیا لږ تر لږه اووه نور کسان مړه شوي دي او چارواکو د هغو کسانو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې چې ښايي په ودانیو کې بند پاتې وي.