Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار د عدليې رياست له لوري د دغه ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې ۱۵ موټرپلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله تړل شوي دي.
د عدلیې وزارت وایي، کابل ښار کې یې د ۳۴ ټولنو، خيریه بنسټونو او شوراګانو د دفترونو ارزونه کړې چې په پایله کې یې د درېیو خيریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د انلاين خدمتونو او سياحتي شرکتونو هغه ۳۲ دفترونه تړلي چې قانوني جوازونه يې نه درلودل.
د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ډاکټرانو اته شخصي کتنځایونه (معاینهخانې) د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د کندهار سپینبولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړه لاریونوالو په کوږک سیمه کې د سپينبولدک – چمن لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
د هلمند عامې روغتیا ریاست د څارنې ډلې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې ۶۸ روغتیایي مرکزونه او درملتونونه د روغتیایي اصولو نه رعایتولو له امله تړلي دي .
بغلان کې د عامې روغتیا ریاست له لورې د روغتیايي قوانینو د تطبیق په موخه د ډاکټرانو پنځه بېاسناده کتنځایونه او ۱۴ درملتونونه تړل شوي دي.
هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي په داسې حال کې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له تړل کېدو خبر ورکړی چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم د دغه سفارت مسوولینو ویلي وو، د سیاسي ملاتړ او امکاناتو نشتوالي امله اړ دي د سفارت دروازه وتړي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې ۲۵ کتنځي (معاینهخانې) د مسلکي او قانوني اسنادو نه درلودلو له امله تړل شوې دي.
د کابل د خصوصي ښوونځیو اتحادیه وایي، له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په کابل کې د ۱۳۰۰ ښوونځیو له ډلې ٢٤٠ یې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.
د خوړو او درملو ادارې مسوولین وایي، روان کال په کابل ښار کې ۳۷۹ درملتونونه د خپلسري فعالیت او مسلکي کسانو نه درلودلو له امله تړل شوي دي.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولان وایي، د سالنګونو په شمال کې د واورې ورېدو او باد له امله دغه لویهلار د ټریلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP