Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لویه لار له لوی اختر وروسته د ټېلري موټرو پر مخ تړل کېږي

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویې لارې د رغولو پاتې چارو بشپړولو لپاره دغه لار له لوی اختر وروسته د ټولو ټېلري موټرو پر مخ تړل کېږي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن (یک‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې دغه لویه لار د روانې غبرګولي میاشتې له ۲۰مې نېټې وروسته د ټېلري موټرو پر مخ تړل کېږي.

هغه زیاته کړې چې هېوادوال، سوداګر او د کوچنیو موټرو چلوونکي کولای شي په نوبتي ډول، یوه شپه له شماله جنوب او بله شپه له جنوبه شمال ته تګ‌راتګ وکړي.

د هغه په خبره، د ۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰ مسافروړونکو موټر په ګډون نور نقلیه وسایط کولای شي په ۲۴ ساعته ډول د سانګ په دواړو خواوو کې پر جوړې شوې بدیلې فرعي لارې تګ‌راتګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټولګټو وزارت د روانې غبرګولي میاشتې په ۳مه ویلي وو چې د سالنګ لویه لار د پاتې چارو بشپړېدو په موخه د موټرو پر مخ تړل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.