Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر خروار کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه، کتنځایونه او درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله تړل شوي

پل‌علم (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۴): د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، نن یې د پل‌علم ښار او خروار ولسوالۍ له شخصي روغتیايي مرکزونو، کتنځایونو او درملتونو د څارنې پرمهال خروار ولسوالۍ کې ۱۹ شخصي روغتیايي مرکزونه، کتنځایونه او درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي.

د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو مسوول فهیم‌الله لودین پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ریاست د رییس په مشري په مرکز پل‌علم ښار او خروار ولسوالۍ کې له یو شمېر شخصي روغتیايي مرکزونو، کتنځایونو او درملتونو څارنه وشوه.

هغه وویل، د دې څارنې په پایله کې په خروار ولسوالۍ کې ۱۹ شخصي روغتیايي مرکزونه، کتنځایونه او درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله وتړل شول.

د نوموړي په خبره، پل‌علم ښار کې بیا د یو شمېر روغتيايي مرکزونو مسوولینو ته سپارښتنه وشوه چې خلکو ته معیاري خدمات وړاندي کړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د دغه ولایت په بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې ۱۲ درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله تړل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.