Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د احتکار له امله د خوراکي توکو تر سلو ډېرې هټۍ تړل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ښاروالي وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې تر سلو ډېرۍ هغه هټۍ تړلې چې د توکو بیې یې د ایران او اسرائیل د جګړې په پلمه پر خپل سر لوړې کړې وې.

د غزني ښاروالۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالولي جلالزي پژواک خبري اژانس ته وویل، له څو ورځو راهیسې یې په ښار کې هغه هټۍ تړلې چې احتکار یې کاوه او توکي یې د اصلي بیې په نسبت په لوړه بیه پلورل.

هغه زیاته کړه، ځیني سوداګر او دوکانداران هڅه کوي د نړۍوال وضعیت، په ځانګړي ډول د ایران او اسرائیلو د جګړې له اوازې ناسمه استفاده وکړي او د خوراکي توکو بیې لوړ کړي.

د نوموړي په خبره، د بیو لوړوالي له امله یې یو شمېر کسان هم نیولي او تر لیکلي ژمن‌لیک اخیستو وروسته به په ضمانت بېرته خوشي شي.

جلالزي وویل چې تر اوسه یې تر سلو ډېرې هټۍ تړلې دي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د احتکار مخه نیول شوې او له سرغړوونکو سره به د قانون مطابق چلند کېږي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي عبدالجبار پژواک ته وویل چې اکثره دوکانداران د توکو د پلور پر مهال پر خپل سر بیې ټاکي او له فرصتي حالاتو ناوړه ګټه اخلي.

نوموړي زیاته کړه، تېره اونۍ د خوراکي توکو هر قلم تقریباً ۳۰۰ افغانۍ لوړ شوی و چې دغه کار یې غریبو خلکو ته د پېرلو توان له منځه وړي.

هغه له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د قیمتونو لوړېدو او نورو اړوندو ستونزو مخنیوي لپاره همېشه جدي اقدامات وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.