په کندهار کې په پرچون توګه د تېلو او ګازو پر پلور بندیز ولګېد
د کندهار د نفت او ګاز دولتي شرکت مسوولین وایي، له دې وروسته یوازې قانوني جواز لرونکي د تېلو پمپونه او د ګازو شرکتونه د تېلو او ګازو د پلور اجازه لري، له دې پرته په پرچون توګه په بېرل او ګرځنده ټانکر کې د تېلو او ګازو پلور منع دي.


