سرپل کې د «ګرګک صیاد» جشن؛ کروندګرو د سړو خونو او چکډیمونو جوړېدو غوښتنه وکړه
د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په داسې حال کې «د ګرګک صیاد جشن» تر سره کړ چې د یاد ولایت کروندګر وایي، د پرله پسې وچکالیو له امله کرنیز په ځانګړي ډول د ګرګک حاصلات کم شوي دي.



