Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندي سیمه کې پر ۹۱۴ جریبه ځمکه نن د یوه ترانسپورټي ترمنیل د جوړېدو چارې پيل شوې چې یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونه افغانیو لګښت ورباندې کېږي.
خوست کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي رياست لپاره د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي څو د دې ولسوالۍ پر سیند د برېښنا بند جوړ کړي.
د کونړ په غازياباد ولسوالۍ کې نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته د پنځه کلیومترو په اوږدوالي د یوه کرنیز کانال د جوړېدو چارې پيل شوې چې د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې نن د ځايي خلکو په شخصي لګښت د یوه ۳۰ متره پل د جوړېدو چارې پیل شوې چې اووه اعشاریه دوه میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې کېږي.
د قیصار – لامان حلقوي سړک د پنځمې برخې د ۲۵ کیلومتره جوړېدو هوکړهلیک د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سړک جوړولو شرکت ترمنځ د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ لوېدیځ لور ته په زر جریبه ځمکه کې دویم صنعتي پارک جوړېږي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۴ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
هلمند کې یو شمېر صنعتکاران چې په خپلو کورونو کې لاسي صنایع تولیدوي، شکایت کوي چې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د پلور لپاره هیڅ ځانګړی مارکېټ نشته او امله یې د دوی توکي مناسب بازار نه لري.
د اروزګان اوسېدونکي وايي، درې لسیزې کېږي چې د اروزګان – کندهار ترمنځ د لویې لارې جوړولو ته انتظار باسي او زیاتوي چې د مخکنیو حکومتونو په ګډون یې تراوسه چا غږ نه دی اورېدلی.
د غور ولایت د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکې وايي، لا هم ځینې میندې روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله د زېږون لپاره کلیوالي دایو ته ورځي چې دغه کار په ځینو مواردو کې د مور او ماشوم د مړینې لامل کېږي.
د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ۱۶نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک او ویالو جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP