د لوګر چارواکي: خبریالانو او رسنیو ته د معلوماتو ورکولو برخه کې اسانتیاوې ډېروو
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د لوګر په مرکز پل علم کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه رابللې وه چې په کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس، د ولایتي نورو ادارو ویاندویانو، د محلي راډيوګانو مسوولینو او خبریالانو ګډون کړی وو.


