ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د رسنیو پر خپرونو د څار رئیس وایي، هغه «ښکنځلماران» چې د کابل هوايي ډګر سره یې ځينې خلک توهينول او ځانونه يې د نظام برخه ګڼله او هغه «مخربين» چې ترکيې ته د انتقال تخریبي اوازه يې خپره کړې وه، نیول شوي دي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر وایي چې دغه ټولنه له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له نجونو او ښځو ملاتړ کوي.
د کابل ښار په دشتبرچي سیمه کې یو روغتیايي کلینیک چې د خلکو او یوه مرستندوی بنسټ په لګښت له بېوزلو سره د مرستې په موخه جوړ شوی، نن پرانیستل شو؛ مسؤولین وایي چې په دغه روغتیايي مرکز کې معاینه او تشخیص وړیا دي، خو په درملو کې ۲۰ سلنه او جراحي عملیاتو کې ۷۰ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.
هرات (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکو له شلو کلونو ناامنیو او قومي اختلافاتو وروسته، اوس سولې او پخلاینې ته مخه
د هلمند مرکز لښکرګاه ته د روغتیا وزارت له لوري د سترګو متخصصینو یو نهه کسیز پلاوی لېږل شوی او هلته به د زرګونو کسانو د سترګو وړیا درملنه وکړي.
د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي، یوه کس چې د طالبانو په نوم یې له خلکو پيسې او موټرونه اخیستل، نیول شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې قومي مشرانو په خپل شخصي لګښت د «کوټکي ګداخېلو» ښوونځي ودانۍ ورغوله.
د جوزجان د پوهنې رياست په تېر يوه کال کې د ښوونځيو جوړولو لپاره د دغه ولایت د خلکو له خوا د څه باندې ٢٣ جريبه ځمکې د ورکړې خبر ورکوي او له خیریه او مرستندویه بنسټونو غواړي څو له دغه ریاست سره د ودانیو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ پېرلې ده.
د رييسالوزرا لومړى مرستيال وايي چې دا مهال افغانان له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي خو جدي هڅې روانې دي څو دغه ستونزه هواره شي.
د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ چيراګل درې ته د لومړي ځل لپاره خام سړک ورجوړ شو او خلکو یې په خوشحالۍ کې پر ورغلو موټرو ګلونه وشیندل او ډزې یې وکړې.
د پکتيا د څمکنيو او ډنډپټان ولسواليو ځینو قومونو د ولور پر کمېدو هوکړه کړې او ترمنځ یې تړون شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن