Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار مرکز تالقان ښار پر سړکونو کې د روږدو ډېرېدو د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي، هغوی له حکومته غواړي چې روږدي راټول او درملنه یې وکړي، خو مسوولین بیا وایي چې د هغوی راټولول په یو ځل، ستونزمن کار دی.
د کندهار په اداري جوړښتونو کې د نوې اضافه شوې ولسوالۍ «لوړ شاولیکوټ» د کجور سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.
د اسلامي امارت بیا واکمنېدو دویم کال له پوره کېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او نړۍواله ټولنه باید د دغه هېواد خلک هېر نه کړي.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ اړوند خوست سیمه کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
یو شمېر خلک وایي، د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو له خوا د «زمري ۲۴مې» نمانځنې هغه اوازه نوره هم ګرمه کړه چې ا.ا به نن د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي خو د هغوی دا هیله پوره نه شوه.
د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره هیڅ ښوونځی نشته او حکومت باید د دې ستونزې د هواري لپاره اقدام وکړي.
فراه (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د فراه عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د درېیو سیمو شاوخوا لس زره کورنۍ
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بحراباد او شونکړۍ سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه یې ور هواره کړي.
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د بامیان د ورس ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي معیاري روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، ځیني وخت ناروغان د روغتیايي مرکزونو لرېوالي له امله په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.
د فراه د ګلستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په تېرو شلو کلونو کې له مخابراتي خدمتونو محروم پاتې دي او اوس هم د سټلایټ ټیلېفونونو او لیک په وسیله له یو بل سره اړیکې ټينګوي.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ اړوند د څپري سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې هیڅ ډول روغتيايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP