Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۷ دلو ۱۴۰۴): د هېواد د عامې روغتیا وزارت چارواکو او د نړۍوالو ادارو استازو «د حادې خوارځواکۍ ملي لارښود او د دې
د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتي مرکزونو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۱،۱ میلیون ماشومانو ته خدمتونه وړاندې شوي دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، هڅه کوي څو په افغانستان کې له سیمهییز اقتصاد او کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ پر بنسټ، د هغو توکو د تولید مخنیوی وکړي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل کېږي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره د نړۍوال بېړني اقدام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه په یوه مهم پړاو کې ده.
د خوست د عامې روغتيا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې لس زره کسان چې ډېری یې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، افغانستان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ هېواد دی او دوی د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي، خو دغه سازمان د کافي مالي سرچینو په برابرېدو سره کولای شي دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت په ۲۲ ولسواليو کې نجونو ته د خوارځواکۍ مخنيوي په موخه په وړیا ډول د اوسپنې یا فولیک اسید ګولیو وېشلو کمپاين پيل شو.
د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې بلخ ولایت کې د روان لمریز کال لومړیو اوو میاشتو کې ۸۴۹ ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته او له ډلې یې ۲۱ ماشومان مړه شوي دي.
د داخله ناروغیو یو متخصص په ماشومانو کې خوارځواکي د ناسمې تغذیې، پر ځینو ناروغیو د اخته کېدو او د واکسین نه تطبیق له امله بولي او له کورنیو غواړي چې ماشومانو ته پر خپل وخت واکسینونه ورکړي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې نږدې ۱۹ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د فراه روغتیايي مسوولین وايي چې د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۲۶۸۶ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP