Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره د نړۍوال بېړني اقدام غوښتنه کړې
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره د نړۍوال بېړني اقدام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه په یوه مهم پړاو کې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق (یونیسف)، د خوړو نړۍوال پروګرام، د وګړو صندوق، د خوړو او کرنې سازمان او د روغتیا نړۍوال سازمان نن د غبرګولي په ۲۵مه په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې په ماشومانو او ښځو کې د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه په یوه مهم پړاو کې ده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د تغذیې په اړه د ملګرو ملتونو ګډ ستراتیژيک اقدام د بېړنیو او مناسبو فعالیتونو ملاتړ کوي څو د خوارځواکۍ له ټولو ډولونو سره مبارزه وشي او زیان‌منونکو ماشومانو او مېرمنو ته د نورو زیانونو رسېدو مخه ونیول شي.

سرچینه کاږي، په دې برخه کې په نړۍواله، ملي او  ټولنیزه کچه بېړنی اقدام د دغه روان ناورین ویجاړوونکو اغېزو کمولو لپاره اړین دی.

د ملګرو ملتونو یادو بنسټونو ویلي، افغانستان د ۱۵ هغو هېوادونو په ډله کې دی چې ډېر ماشومان په‌کې ضایع کېږي او له ۳،۵ میلیون ډېر له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ اخته دي چې له ډلې یې ۱،۴ میلیونه ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې اوس مهال ۹،۸ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.

خبرپاڼه کې د دغه وضعیت لاملونه د خوړو نه خوندیتوب، وچکالي او کمزوری اقتصاد بلل شوی دی.

یادو بنسټونو دغه راز ویلي: «د تغذیې په اړه د ملګرو ملتونو د ګډ ستراتیژیک اقدام موخه په افغانستان کې د ماشومانو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره او د خوارځواکۍ د نورو ډولونو له سخت بحران سره مبارزه ده او یونیسف، WHO، WFP، FAO او UNFPA د تغذیې په اړه د همغږۍ د څو سکټوري اقدام غوښتنه کوي او ډېر پام ټولنیز خوندیتوب، تعلیمي سیسټمونو او دغه راز خوړو، د کرنې او روغتیا ساتنې پیاوړتیا ته دی، څو د ماشومانو د ضایع کېدو او د خوارځواکۍ د نورو ډولونو مخه ونیول شي، کشف شي او درملنه یې وشي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.