Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د دایکنډي ولایت یو شمېر سیمو خلک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري، مسوولین هم وايي چې د دغه ولایت یوازې ۴۰ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
دایکنډي ولایت کې د فوټسال ۴۸ ټیمونو ترمنځ د فوټسال رمضاني جام سیالۍ پیل شوې.
ځايي مسوولین وايي چې بدخشان او دایکنډي ولایتونو کې د ۱۰۷۷ ښوونځیو له ډلې نیمايي یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
دایکنډي کې یو شمېر ځوانان وايي چې په ډېرو ستونزو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي چې په لوړو لګښتونو سره د واده رسم او رواجونو یادې ستونزې ډېرې کړې او له امله یې ځوانان په کلونو کلونو نه شي کولی واده وکړي.
د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ زیاتره خلک روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او تر ټولو نږدې روغتیايي مرکز ته د تلو لپاره باید څو ساعته په موټر کې مزل وکړي.
د اروزګان او دایکنډي ځایي مسوولین وایي، د واورې ورښت له امله یې له ګاونډیو ولایتونو او ولسوالیو سره نښلېدونکې لارې تړل شوې دي.
ځايي مسوولین وايي، د بامیان او دایکنډي ټولې نښلوونکې لارې چې د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې وې، د پاککارۍ چارې یې بشپړې او بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې.
ځايي مسوولین وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختو واورو ورېدو او توپان له امله بامیان او دایکنډي ولایتونو ته غځېدلې ځینې لارې تړل شوې او د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.
د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، روان لمریز کال په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۱۹ کسان نیول شوي دي.
د دایکنډي ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه سړي خپله لور په ډزو وژلې ده.
د دایکنډي یو شمېر کروندګر د کچالو محصولاتو زېرمه کولو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې د دغه محصول یوه برخه له پلور مخکې خرابېږي.
د دایکنډي ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د واورې ښویېدنې له امله یو کس مړ شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن