Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ځایي مسوولین وایي چې د بامیان او دایکنډي ټولې لارې چې له دوو ورځو راهیسې د سختو واورو او توپانونو له امله بندې شوې وې، بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې.
ځایي مسوولین وایي چې بامیان او دایکنډي ته غځېدلې ډېرې لارې د واورې او توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
دایکنډي کې ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د ګازنیونې له امله یو ځوان – چې نوی واده یې کړی و – مړ شوی او مېرمن یې د بېهوښۍ حالت کې روغتون ته لېږدول شوې ده.
دایکنډي کې ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له خلکو غواړي څو د اوبو مدیریت برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.
د دایکنډي د فوټبال فدراسیون وايي، د دغه ولایت د دولتی ادارو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
دایکنډي ولایت کې ځیني بڼوال وايي چې سږ کال د اوبو کمښت او طبیعي پېښو له امله د «دخترشاه» مڼو په ګډون د مڼو حاصلات په بېسارې توګه کم شوي دي.
دایکنډي کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ څلورو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دایکنډي کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ګاز نیونې پېښه کې یو سړی او مېرمن یې چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یې واده کړی و، مړه شوي دي.
د دایکنډي ځایي مسوولینو د دغه ولایت د بادامو په حاصلاتو کې د ۳۱ سلنې کموالي خبر ورکوي او وایي، سږ کال نږدې ۲۱ زره متریک ټنه بادام راټول شوي دي.
دایکنډي کې مسوولین او یو شمېر ځوانان وايي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د دینې زدهکړو د لسګونه مدرسو په جوړېدو سره د عصري علومو ترڅنګ له دینې زدهکړو سره هم د ځوانانو لېوالیتا ډېره شوې ده.
د دایکنډي امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوه مازدا موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د دایکنډي ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو رییس په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن