ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
بغلان کې د ښوونځيو زدهکوونکي او ښوونکي شکایت کوي چې له کالونو راهیسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي، خو مسوولین بیا وايي، سږ کال به پر ټولو زدهکوونکو درسي کتابونه ووېشي.
په تخار کې د زدهکوونکو د درسي موادو کمښت په اړه د اندېښنو له ډېرېدو سره هممهاله، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین د یو میلیون ټوک درسي کتابونو او ۳۰۰ خېمو د وېش لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي او وایي، د دغو موادو په وېش سره به د زدهکوونکو ۸۰ سلنه ستونزې هوارې شی.
په جوزجان کې یو شمېر زدهکوونکي داسې مهال د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي چې پوهنې ریاست دغه ولایت ته د زرګونه ټوکه کتابونو له رسېدو خبر ورکوي او وايي، په وېشلو سره به یې دغه ستونزه حل شي.
په ننګرهار کې يوه ډله رضاکار ځوانانو د مطالعې فرهنګ دودولو او په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزې د حل په موخه، کور په کور د کتابونو راټولولو کمپاين پيل کړی دی.
د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وایي، د ښوونيز نصاب د کتابونو د وېش لړۍ یې پيل کړې چې په ترڅ کې به یې د دغه ولایت د ۹۹ سلنه ښوونځیو زدهکوونکو ته درسي کتابونه ورسوي.
د میدان وردګو ولایت د یو شمېر ښوونځيو زدهکوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي او د پوهنې له وزارته غواړي چې دغه ستونزه دې حل کړي.
د سرپل د پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې ۹۷ سلنه زده کوونکی د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن