ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نشهیي توکو ۱۳۰۰ روږدي له یوه مراقبتي او درملیز پړاو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
یو خیریه بنسټ د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ هرات ولایت کې د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې څلور ورځنی کمپاین پیل کړی دی.
افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه ۱۶۹ ماشومانو درملنې په موخه له قطر سره یو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اغاخان بنسټ له اجرائیوي رییس سره په لیدنه کې ویلي چې دغه بنسټ دې د افغان ولس هوساینې په موخه خپل فعالیتونه نورو برخو ته هم وغځوي.
د افغاني سره میاشتې ټولنې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۴۰ ماشومان د درملنې په موخه کابل کې څلورو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
نیمروز کې له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د روږدو ټولولو او درملنې لړۍ د بیا پیلېدو خبر ورکوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۱۵ نور د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، د اېټالیا سفیرې د دغه وزارت د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې له معین سره په لیدنه کې، افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت او روږدو کسانو درملنې برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په سرطان اخته یو شمېر کسان له حکومته غواړي چې دوی ته دې په هېواد کې دننه د درملنې زمینه برابره کړي څو د لوړو لګښتونو په ورکولو بهر ته د تلو لپاره مجبور نه شي.
د چارو اداره وايي، د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون لپاره چې خوست کې د ملي سوداګرو له خوا جوړېږي، سل جریبه امارتي ځمکه د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوې ده.
غور کې پر نشهيي توکو روږدې یو شمېر ښځې وايي چې له دوی سره د ډېری خلکو چلند سم نه دی؛ سپکاوی ورته کېږي او ځینو مواردو کې ان فزیکي تاوتریخوالی ورسره کېږي.
کابینې یوه پلاوی ته دنده سپارلې څو د سرطاني او زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه د معیاري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ځمکې د تشخیص چارې ترسره کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن