Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تورخم دروازه نن سهار د تګ راتګ په موخه پرانیستل شوه خو مسوولین وايي چې د ګڼې ګوڼې له امله به یوازې بېړنیو ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، ټاکل شوې چې تورخم دروازه نن ماذیګر څلور بجې د ترانزیټي موټرو او د راتلونکې جمعې په ورځ د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
په داسې حال کې چې د تورخم لار له تېرو څلورو ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې، له کابله یو لوړپوړی پلاوی د دې لارې د خلاصون په موخه تورخم ته سفر کوي.
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې نن سهار پاکستاني لوري تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، د دغه وزارت په دروازه کې یو بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی او په رامنځته شوې چاودنه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د ورېښمو پل دروازه په ایران کې د «سیزدهبدر» عمومي رخصي له امله د یوې ورځې لپاره وتړل شوه.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تورخم دروازه له درې ساعته تړل کېدو وروسته بېرته د مسافرو پر مخ پرانيستل شوه.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې د تورخم دروازه يو ځل بيا د پاکستان له لوري وتړل شوه.
تورخم دروازه – چې ۱۱ ورځې مخکې پاکستاني لوري تړلې وه – نن سهار بېرته پرانیستل شوه.
د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه «خرلاڅې» دروازه هم له تېرې ورځې راهیسې تړل شوې ده.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، پاکستاني لوري د تورخم دروازه يو ځل بيا د ترانزيټ پر مخ تړلې او دمګړۍ له دواړو خواوو باروړونکي موټر د تګ راتګ اجازه نه لري.
یو شمېر مسافر شکایت کوي چې پاکستاني ځواکونو د سپینبولدک – چمن دروازه کې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې شرایط سخت کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP