Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم دروازه نن ماذیګر د ترانزیټ او د جعمې په ورځ د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل کېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، ټاکل شوې چې تورخم دروازه نن ماذیګر څلور بجې د ترانزیټي موټرو او د راتلونکې جمعې په ورځ د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

د ننګر ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس قاري ساجد خوګیاڼي پر خپله فسبوک‌پاڼه لیکلي، ټاکل شوې چې تورخم دروازه نن ماذیګر څلور بجې د هر ډول ترانزیټي موټرو او د راتلونکې جمعې په ورځ د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

یاد ریاست له دې مخکې د دغه ولایت د والي د مرستیال مولوي عزیزالله مصطفی له قوله خپاره کړي خبر کې ویلي وو چې تورخم لار به نن چهارشنبه ماسپښین یوه بجه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

د نوموړي په خبره، دغه پرېکړه تورخم کې د دواړو لورو د کمیسارانو په غونډه کې شوې ده.

تورخم دروازه شاوخوا یوه میاشت مخکې پاکستاني لوري د اسلامي امارت له‌ خوا د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړلې وه چې څو ځله په‌کې د دواړو غاړو ترمنځ نښتې هم وشوې.

بل لور ته، د پاکستان له خوا د قومي مشرانو د جرګې مشر جواد حسین کاظمي هم ویلي چې نن لس بجې یې د لارې د خلاصون په تړاو له افغان کمیسار سره ناسته کړې ده.

د یادونې ده چې د پاکستان له خوا د دغې لارې د تړل کېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.