Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د ورېښمو پل دروازه په ایران کې د «سیزدهبدر» عمومي رخصي له امله د یوې ورځې لپاره وتړل شوه.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تورخم دروازه له درې ساعته تړل کېدو وروسته بېرته د مسافرو پر مخ پرانيستل شوه.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې د تورخم دروازه يو ځل بيا د پاکستان له لوري وتړل شوه.
تورخم دروازه – چې ۱۱ ورځې مخکې پاکستاني لوري تړلې وه – نن سهار بېرته پرانیستل شوه.
د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه «خرلاڅې» دروازه هم له تېرې ورځې راهیسې تړل شوې ده.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، پاکستاني لوري د تورخم دروازه يو ځل بيا د ترانزيټ پر مخ تړلې او دمګړۍ له دواړو خواوو باروړونکي موټر د تګ راتګ اجازه نه لري.
یو شمېر مسافر شکایت کوي چې پاکستاني ځواکونو د سپینبولدک – چمن دروازه کې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې شرایط سخت کړي دي.
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې او دواړو خواوو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو سلګونه موټر ولاړ دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د تورخم دروازه له شپږ ورځې تړل کېدو وروسته نن سهار شاوخوا شپږ بجې په بشپړه توګه د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ خلاصه شوه.
د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن