ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ا.ا ویاند وایي، د دوحې غونډه ډېره ښه روانه ده، په دې ناسته کې د روسيې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامي همکاریو سازمان دریځونه د ستایلو وړ وو.
د ریاستالوزرا سیاسي معاونیت د دفتر رییس د یوناما د سیاسي برخې له مشر سره لیدنه کې ویلي، هڅه دې وشي چې د دوحې غونډه د کوم لوري تر اغېز لاندې رانه شي او د غونډې مثبتو پایلو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وایي، د دوحې د نورو ناستو پر خلاف دا ځل د ا.ا د پلاوي ګډون لپاره شرایط برابر شوي؛ خو بیا هم باید ولیدل شي د دې ناستې اړوند پرمختګونه کوم لوري ته ځي.
د بهرنیو چارو وزارت د یوناما د مشرې له خولې ویلي چې د نوي ځانګړي استازي په ټاکلو کې باید داسې اقدام ونه شي چې د افغانستان له حکومت سره کار پیچلی کړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدين حقاني وایي، چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته نمايشې وه ، له نړۍ سره له تعامل پرته په هېواد کې ښه کارونه روان دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال له یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې ویلي چې د دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت معقولې او پر ملي ګټو ولاړې غوښتنې په نظر کې نه نیول غیرعادلانه تصمیم و.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې دوحې ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون له نړۍ سره د تعامل او اړیکو د خرابوالي په معنا نه ده او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او با معنی ګډون ولري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونی ګوټیرش وایي، چې د دوحې کنفرانس ګډونوال افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافق وو، خو پر دې موضوع به لا نورې سلا مشورې وشي.
د افغانستان لپاره د م.م د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، د دوحې په ناسته کې ګډون نه کوي خو وایي تمه لري چې دا ناسته د هغو شریکانو ترمنځ د نورو مانا لرونکو او ټولګډونه ناستو پېلامه شي چې تل یې په خپلو خبرو کې د بشر او ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، که د دوحې ناسته کې د ا.ا او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو زمینه برابرېږي، یو ښه فرصت دی.
د بښنې نړۍوال سازمان او پر بشري حقونو د څار سازمان په ګډون لسو سازمانونو، د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د دوحې په غونډه کې د ښځو حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړل شي.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي د ریاستالوزار له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د دوحې په ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن