د کرکټ اسیا جام دویم پړاو سیالۍ؛ نن د هند او پاکستان ترمنځ لوبه کېږي
د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو په پیلېدو سره تېره شپه بنګلهدېش سریلانکا ته ماته ورکړه او نن د هند او پاکستان ترمنځ مهمه او حساسه لوبه ترسره کېږي.


