د روان کال له پیله تر اوسه د طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ تنه مړه او ۲۲۵ تنه ژوبل شوي دي
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې د بېلا بېلو طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ تنه مړه، ۲۲۵ تنه ژوبل او ۲۱۶۲ کورونه په نیمګړي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.


