سوریه کې د روسیې پوځي اډې د دغو هېوادونو پر ګډو روزنیزو مرکزونو بدلېږي
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد او روسیه په سوریه کې د مسکو د حضور د بیا تنظیم په اړه هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې ملکي تاسیسات د سوریې د حکومت تر مدیریت لاندې وي او د روسیې پوځي اډې به پر ګډو روزنیزو مرکزونو بدلې شي.


