Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د راپورونو له مخې، روسیې او اکراین ۹۰ جنګي اسیران تبادله کړي چې دا په تېرو پنځو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو په لوی شمېر تبادله ده.
د راپورونو له مخې، د روسیې په جنوب داغستان کې په وسلهوالو بریدونو کې ۱۵ پولیس او څو ملکي کسان وژل شوي دي.
د ګډو ګټو هېوادونو لپاره د روسیې فډرال اژانس ویلي چې روسیې ۲۱ ټنه بشري مرسته افغانستان ته استولې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره ستراتيژیک هوکړهلیک لاسلیک کړ چې پر اساس یې، که پر دغو دواړو هېوادونو له بهره بریدونه وشي، نو د یو بل ملاتړ به کوي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د بډمنټون اووه کسیزه ملي لوبډله د براکس په سیالیو کې د ګډون په موخه روسیې ته لاړه.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د فدراتیفې روسیې د کار او ټولنیز خوندیتوب له وزیر سره په لیدنه کې روسیې ته د افغان کارګرو قانوني لېږلو په اړه طرحه شریکه کړې ده.
د پوهنې وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د پوهنې د وزيرانو په دوېیم نړۍوال څلور ورځني فورم کې د ګډون په موخه په رسمي سفر د روسيې کازان ښار ته لاړ.
کابل کې د روسیې سفیر د ریاستالوزار سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې جوړېدونکې نړۍواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه او وايي، د ا.ا او روسیې همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.
د روسیې کورنیو چارو وزات ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي یې خپل «تر څارنې لاندې مجرمینو» لېست کې شامل کړی دی.
د روسیې د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې د هرات – بولدک او افغان ټرانس د ریل پروژو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
د راپورونو له مخې، ولادیمیرپوتین د روسیې ولسمشریزې ټاکنې یو ځل بیا وګټلې.
د کورنیو چارو سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان او سيمه کې پر روان وضعيت، د همکاريو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن