کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د روسیې ولسمشر ویلي، که اوکراین ته په هر نوم بهرني ځواکونه ولېږل شي، په داسې حال کې چې جګړه روانه ده، د مسکو لپاره به «مشروع هدف» وي.

اسوشیټېډ پرېس په یوه راپور کې لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (جمعه) ویلي، هر هغه بهرني سرتېري چې اوکراین ته استول کېږي، په داسې حال کې چې د دوی جګړه لا هم روانه ده، د مسکو لپاره به «مشروع هدف» وګڼل شي.

سرچینې لیکلي، پوتین دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې اروپایي مشرانو اوکراین ته د سولهساتو ځواکونو د احتمالي لېږلو ژمنه تکرار کړه، هغه موضوع چې مسکو یې تل د منلو وړ نه بولي.

په راپور کې راغلي، پوتین هغه نظر هم رد کړي چې ګواکې د سولې له وروستۍ هوکړې وروسته دې په اوکراین کې سولهساتي ځواکونه ځای پر ځای شي.

هغه زیاته کړې: «هیڅوک باید شک ونه لري چې مسکو به د خپل ګاونډي پر وړاندې د خپل درېنیم کلن بشپړ پراخ یرغل بندولو لپاره له تړون سره سم عمل وکړي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پوتین ویلي، د روسیې او اوکراین دواړو لپاره د امنیت تضمینونه اړین دي.