Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عراقچي: له روسیې سره به لا جدي مشورې او بحثونه ولرو

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي چې تېره شپه د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی، ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې به له ګډو ستونزو او ګواښونو سره د مبارزې، په ځانګړې توګه د وروستیو بریدونو په اړه خبرې وکړي.

عراقچي چې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی و، تېره شپه د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.

هغه مسکو ته د رسېدو پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «موږ او روسیه تل ګډې اندېښنې او دښمنان لرو او په دې برخه کې تل له ګډو ستونزو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره له یو بل سره نږدې همکاري او همفکري  لرو، دا هغه کار دی چې د دوشنبې ورځې په لیدنه کې به د روسیې له ولسمشر سره دوام ورکړو.»

هغه زیاته کړې، په اوسنیو حساسو شرایطو کې چې نړۍوال نظام په واقعي ډول له جدي خطرونو سره مخ دی، د ایران او مسکو ترمنځ مشوره او بحث ډېر ارزښت لري او دواړه خواوې هڅه کوي خپل دریځونه همغږي کړي.

عراقچي ټینګار کړی، پر سیمه د حاکمو ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره اړتیا ده د ایران او روسیې ترمنځ مشورې په ډېر دقت او جدیت ترسره شي.

هغه ویلي: «یاد سفر پر ایران د امریکا له وروستي برید وروسته ترسره شوی؛ طبیعي ده چې زموږ ترمنځ به خبرې اترې لا جدي او هراړخیزې وي.»

عراقچي دغه‌راز پر ایران د امریکا بریدونو پر وړاندې د روسیې له دریځونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه هغه یرغل او تېری دی چې باید وغندل شي.

هغه هیله ښودلې چې د امنیت شورا او نورو نړۍوالو غونډو کې دې د روسیې دريځ له عملي اقداماتو سره مل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پوتین سره د نن ورځې لیدنې په اړه وویل: «په هر حال، د روسیې له ولسمشر سره په لیدنه کې به جدي او مهم بحثونه ولرو او ډاډه یم د دواړو هېوادونو په ګټه به وي.»

یاد سفر داسې مهال ترسره کېږي چې اسرائیل د وړمې جمعې په سهار (د غبرګولي ۲۳مه) پر ایران بریدونه وکړل؛ له هغه وروسته یوولسمه ورځ ده چې دواړه لوري پر یو بل هوایي او توغندیز بریدونه کوي، دواړه لورو ته زیانونه او مرګ‌ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرون (د چنګاښ لومړۍ نېټه) سهار د ایران په اصفهان، نطنز او فردو کې پر اټومي تاسیساتو د برید خبر ورکړ او له بریدونو وروسته یې ایران ته خبرداری ورکړ چې سولې ته غاړه کېږدي کنه راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.