Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ۲۴ روغتیايي مرکزونو کې د څښاک پاکې اوبه او د مینځلو (واش) سیسټم نشته، په داسې حال کې ساري او موسمي ناروغۍ ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د مالي ستونزو له امله د ۱۳ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه بند شوي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې لسګونه زره کسانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي موندلی دی.
د هلمند عامې روغتیا ریاست د څارنې ډلې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې ۶۸ روغتیایي مرکزونه او درملتونونه د روغتیایي اصولو نه رعایتولو له امله تړلي دي .
د غزني عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په لرو پرتو او هغو سیمو کې چې خلک یې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، ۱۵ نوي روغتیایي مرکزونه جوړیږي.
د خوست عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې له ۳۵۰ کلينيکونو څخه ٣٠٠ يې د فعاليت کولو قانوني جوازونه نه لري.
لوګر کې روغتيايي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د ٧٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوو څلورو روغتيايي مرکزونو فعاليت پيل کړ.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان په هلمند ولایت کې د ښځو او ماشومانو لپاره د ۱۲ روغتیايي مرکزونو له جوړولو خبر ورکوي.
د کونړ د عامې روغتيا ریاست وايي، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۵۱ نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي.
د هلمند عامې روغتيا ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې ۱۰ نوو روغتيايي مرکزونو فعالیت پیل کړ.
په کابل ښار کې یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونه له بېوزلو سره د مرستې په موخه ځينې ورځې وړیا خدمتونه وړاندې کوي؛ شنونکي دغه کار نیک ګام او بشرپالنه بولي او له نورو شخصي کلینیکونو هم د ورته اقداماتو ترسره کولو غوښتنه کوي.
د اروزګان په پنځو ولسوالیو کې لس نوي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول چې لسګونه زره کسانو ته به پکې روغتیايي خدمات وړاندې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP