غزنيښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): د غزني عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په لرو پرتو او هغو سیمو کې چې خلک یې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، ۱۵ نوي روغتیایي مرکزونه جوړیږي.
د غزني عامې روغتیا ریيس ډاکټر رسولخان نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتیایي مرکزونه د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ((UNPA په مالي ملاتړ جوړیږي.
د غزني ولایت عامې روغتیا ریيس په خبره، د یادو روغتیایي مرکزونو له ډلې به هر مرکز ۸ خونې ولري؛ په پاخه او اساسي توګه به شي او د قابلهګانو او ساتونکو په ګډون روغتیایي پرسونل به هم ورته ګومارل کېږي.
نظري زیاتوي، د یادو ۱۵ مرکزونو په جوړولو سره به د غزني شاوخوا ۳۰ زره اوسېدونکي روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي او تر ډېره به د دغه ولایت د خلکو ستونزې په روغتیایي برخه کې حل شي.
د عامې روغتیا رییس د معلوماتو له مخې، دغه مرکزونه د غزني په ناوه، اندړ، ګیلان، رشیدان، ناور، آببند، قرهباغ، اجرستان، مقر، مالستان، جغتو، جاغوري ولسوالیو کې جوړېږي چې هر مرکز ۴۰ زره امریکايي ډالره لکښت لري، له ډلې يې په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې یوه میاشت مخکې پیل شوې او ۷۰ سلنه چارې یې پر مخ تللي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP