د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد ساحلي فوټبال ملي لوبډله سعودي عربستان ته له ماتې ورکولو وروسته، نن د جاپان له لوبډلې سره خپله دویمه دوستانه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون وایي، د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام او نړۍوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره تمرینات پيل کړي دي.