سياېناېن: امریکا له چین سره د اټومي تاسیساتو د متقابلو کتنو پر پیل بحث کړی
سياېناېن د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له چین سره د دواړو هېوادونو د اټومي تاسیساتو د متقابلو کتنو پر پیل بحث کړی او غواړي په راتلونکو میاشتو کې د حضوري غونډو پر مهال هم دا موضوع تعقیب کړي.


