د صنایعو او کانونو خونه د هغه جدول پر اساس چې پژواک ته یې سپارلی مني چې افغانستان په ۴۸ سکټورونو کې بشپړې پر ځان بسیاینې او په ۱۹ نورو سکټورونو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی؛ خو په ورته وخت کې خبرداری ورکوي چې که د یادو سکټورونو ستونزو ته پام ونشي نو له سقوط سره به مخ شي.