Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې اپرېل میاشت کې له نیپال سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د زر تنو ځوانانو ترمنځ د امام ابوحنیفه (رح) د پېژندنې په اړه علمي سیالۍ تر سره شوې.
ننګرهار ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام کرکټ لس اووریزې سیالۍ پيل شوې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ګډون د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» سیالۍ نن په پاکستان کې پیلېږي چې ۱۹ ورځې به دوام وکړي.
د هېواد د المپیک کمېټې، د بدنې روزنې او ورزشي عمومي ریاست وايي چې د کابل ځوانانو لوبډلې د سوکوهنې غوراوي سیالۍ وروسته له نهو ورځو د ۲۶ غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.
د بلخ پارا المپیک فدراسیون مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د پنځو لوبډلو د شاوخوا ۵۰ لوبغاړو ترمنځ په ویلچر د هندبال سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نن په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د وزیر محمداکبر خان د کرکټ لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې مرغومي میاشتې په ۲۲مه په کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د وزیر محمداکبر خان د کرکټ دویمه درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي.
د لوګر ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت وایي، د سوکوهنې عمومي فدراسیون له لوري په مرکز پلعلم کې د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د سوکوهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس وایي، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې به د افغانستان د کرکټ غوره لیک (اېپياېل) سیالۍ ترسره کړي او هم به افغان لوبډله له نیوزلېنډ، پاکستان او بنګلهدېش سره لوبلړۍ ولري.
کابل کې نن له اتلسو ولایتونو څخه د سلو لوبغاړو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ پیل شوې چې موخه ورڅخه ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP