فراه (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۵): د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، په تېرو دوو میاشتو کې اته تنه د فراه په سیند کې ډوب
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، دوه ځوانان چې له کابله دغه ولایت ته د تفریح لپاره ورغلي وو، د صیاد پل مربوطاتو کې په سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي، پرون د دغه ولایت د سیند اوبو کې یو ماشوم ډوب شوی و او مړی یې نن سهار وموندل شو.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د صیاد سیند کې یو ماشوم او مور یې اوبو ډوب کړي او مړه شوي او د یوه بل کس جسد چې شپږ ورځې مخکې د سیند اوبو کې نادرک شوی و، هم موندل شوی دی.
د غور د شهرک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه چې د تېر کال سېلابونو په دې ولسوالۍ کې پر هریرود سیند یوازېنی پل ونړاوه، اوس اړ دي له دغه سینده د تېرېدو لپاره له ټوپي کښتیو ګټه واخلي چې دا له خطره خالي نه دي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار د درونټې ساحه کې یوې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی؛ ښځې او یوه ماشوم یې ژوند له لاسه ورکړی او بل ماشوم ژغورل شوی دی.
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي څو د دې ولسوالۍ پر سیند د برېښنا بند جوړ کړي.
د لغمان د دولتشاه ولسوالۍ د فرشغان درې اوسېدونکي شکایت کوي چې د فرشغان پر سیند د پله نشتوالي له امله په تګ راتګ کې له سختو ستونزو سره مخ وي او له حکومته غواړي چې پل ورته جوړ کړي.
د نورستان سیمهییز مسؤولین وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ په سیند کې ډوبه شوې او ژوند یې بایللی دی.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په شلتن، سرکاڼو او نورګل ولسوالیو کې پر کونړ سیند د پلونو له ویجاړۍ شکایت کوي او غوښتنه لري چې بېرته دې ورغول شي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، پنجشېر کې د سیند څنډو د تحکیماتو څلور پروژې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت پرانیستل شوې.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، یو ۱۸ کلن ځوان چې تازه له ترکیې څخه هېواد ته راغلی و، د دغه ولایت په کوکچې سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.