محمودراقي (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د صیاد سیند کې یو ماشوم او مور یې اوبو ډوب کړي او مړه شوي او د یوه بل کس جسد چې شپږ ورځې مخکې د سیند اوبو کې نادرک شوی و، هم موندل شوی دی.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل: «د جمعې ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) له غرمې وروسته د یوې کورنۍ یو ماشوم چې د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ د ګلبهار سیند غاړې ته د تفریح لپاره تللې وه، اوبه وړی، مور یې هڅه کوله څو خپل ماشوم وژغوري خو خپله هم ډوبېږي او دواړه مړه شوي دي. د قربانیانو مړي د امنیتي ځواکونو او ځايي خلکو له لوري له اوبو را ایستل شوي دي.»
هغه زیاته کړه چې د شکیبالله په نوم یو ۱۹ کلن ځوان د پروان ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ د قمچاق درې خشکک کلي اوسېدونکی تېره یکشنبه د صیاد په سیند کې ډوب او نادرک شوی و.
هغه زیاته کړه چې د یاد ځوان مړی د امنیتي ځواکونو او ځايي اوسېدونکو په همکارۍ د یاد ولایت مرکز اړوند د میانهقلعه شوخي کلي په مربوطاتو کې موندل شوی دی.
په وروستیو دوو اونیو کې په کاپیسا ولایت کې اوبو کې د ډوبېدو له امله د یادو درېیو کسانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د شته خطرونو په پام کې نیولو سره د کاپیسا امنیې قوماندانۍ د ګرځندویانو پوهاوي لپاره په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي توګه د صیاد سیند غاړو او هغو سیمو کې چې د اوبو کچې لوړېدو امکان ډېر دی، کتبي خبرداری نصب کړی خو دغو خبرداریو ته د خلک نه پاملرنه اوبو کې د ډوبېدو پېښو ډېرېدو لامل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP