ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کونړ ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز اسعداباد او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پنځه کسان پهکې مړه شوي او دغه راز خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د هند په شمالختیځ اسام ایالت کې د سېلابونو راتلو له امله د قربانیانو شمېر ۵۸ کسانو ته رسېدلی دی.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسوولین وايي چې په وروستیو ۱۱ ورځو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر کرنې ریاست وایي چې له تېرې اونۍ راهیسې په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریب کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.
اروزګان او سرپل کې د سېلابونو او توپان له امله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله په ټول افغانستان کې ۷۰ تنه مړه، ۵۶ نور ټپیان او څه باندې ۲۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله په دغه ولایت کې درې کورونه، یو سړک، دوولس جریبه کرنیزه ځمکه او یو د برېښنا کوچنی بند تخریب شوي دي.
سومالیا کې د سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه شوي او ۳۰۰ زره نور بېځایه شوي دي.
د هواپېژندنې ادارې په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې له تالندي، برېښنا او نسبتاً تېزو بادونو سره مل د اورښت او سېلابونو راوتو خبر ورکړی دی.
تالقان (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د تخار له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار، اشکمش او
د ننګرهار په ځینو ولسواليو کې د تېرې ورځې له سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راووتل چې له امله یې تر پنځه سوه ډېر کورونه ويجاړ شوي او زرګونه جريب کرنيزه ځمکه هم تخريب شوې ده.
ایبک (پژواک،۱۶غویی۱۴۰۰): د سمنګان د دره صوف پایین ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو د پنځو کسانو ژوند واخیست او د دغې ولسوالۍ مواصلاتي لاره د
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن