Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو سپينږيری وژل شوی دی.
د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې د یوه ماشوم د وژل کېدو خبر ورکوي او وايي، د دغه قتل په تړاو یې یو کس نیولی دی.
سیمهییز مسوولین وایي، د ننګرهار په بټيکوټ او د سرپل په سانچارک ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
د تخار سیمهییزې سرچینې وایي، یوه کس د دغه ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړې په پایله کې د خپلې خور خاوند وژلی او خپل خوریی یې ټپي کړی دی.
په بدخشان ولایت کې سرچینې وايي چې د سیمهییز حکومت په منځګړیتوب په خاش ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ شل کله دښمني پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، په سپين غر ولسوالۍ کې د تره زامنو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې له امله ۷ کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو ځوان وژل شوی او دوه نور کسان ټپيان دي.
. . .
په بادغیس ولایت کې د اوبو د وېش پر سر د دوو کروندګرو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو یې وژل شوی دی.
په کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي؛ خو د وژل شوي کس پلار د خپل زوی د مړینې خبر له اورېدو وروسته د زړه سکته کړې او مړ شوی دی.
د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی دی.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن