د کابل په شکردره ولسوالۍ کې ۱۶۰ کیلو ولټه ټرانسفرمر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
برېښنا شرکت د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د ۱۶۰ کیلو ولټه په ظرفیت د یو ټرانسفرمر د پرانېستلو خبر ورکوي او وايي، د دغه ټرانسفرمر په نصبېدو سره ۱۳۸ نوې کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.


