Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نن د پنځو ورځو مخکې په پرتله د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لس سلنه لوړ شوی خو د کابل ښار د شهزاده سرای صرافانو اتحادیه وایي چې دغه حالت موقتي دی او افغانۍ ارزښت به بېرته لوړ شي.
د هرات ځیني صرافان او اوسېدونکي بازار ته د نوو بانکنوټونو د توزیع غوښتنه کوي او وایي، که څه هم زړې شوې پیسې په بازار کې چلېږي خو په پېرلو کې یې توپیر شته.
د کندهار صرافان وايي، له هغه وروسته چې پاکستانۍ کلدارې په پرلهپسې توګه خپل ارزښت بایللی او بې ثباته شوې، خلکو له ساتلو یې ډډه کړې او راکړه ورکړه د کلدارو پر ځای پر افغانیو کوي.
د افغانستان بانک وایي، د ډالرو سپین او شنه بانکنوټونه دواړه د منلو دي، خو صرافان په داسې حال کې د سل ډالرو سپینرنګه نوټ تر ۲۰۰ افغانۍ ارزانه پېري چې بانکونه خلکو ته دواړه ډوله بانکنوټونه ورکوي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې یو شمېر صرافانو، د مرکزي بانک له لوري د ځینو ډالري بانکنوټونو نه اخیستلو په تړاو پرېکړې ته غبرګون ښودلی، د بیا غور او بدیلو لارو غوښتنه یې کړې؛ چې له دې پرته به ځینو صرافانو او عامو خلکو ته زیان اوړي.
د هېواد مرکزي بانک له ټولو هغو کسانو چې د صرافۍ او پولي خدمتونو برخو کې له جواز پرته فعالیت کوي، غوښتي چې ژر تر ژره دې جواز ترلاسه کړي.
د ننګرهار امنيه قوماندان د جلال اباد ښار صرافانو ته د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د دوی د ژوند، اولادونو او شتمنۍ د ساتلو لپاره به ځانګړي تدابیر ونیسي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP