ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار امنيه قوماندان د جلال اباد ښار صرافانو ته د امنیت ډاډ ورکړ

د ننګرهار امنيه قوماندان د جلال اباد ښار صرافانو ته د امنیت ډاډ ورکړ

author avatar
4 Jan 2022 - 17:25
د ننګرهار امنيه قوماندان د جلال اباد ښار صرافانو ته د امنیت ډاډ ورکړ
author avatar
4 Jan 2022 - 17:25

جلال اباد (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار امنيه قوماندان د جلال اباد ښار صرافانو ته د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د دوی د ژوند، اولادونو او شتمنۍ د ساتلو لپاره به ځانګړي تدابیر ونیسي.

مولوي ندا محمد ندیم دغه څرګندونې نن د مرغومي په ۱۴مه د جلال اباد ښار په صرافي مارکېټ کې له صرافانو سره په لیدنه کې وکړې.

د امنیه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک اژانس ته وويل، امنیه قوماندان نن په جلال اباد ښار کې صرافي مارکېټ ته لاړ، د صرافانو شکایتونه او امنیتي اندېښنې یې واورېدلې او د هغو د هواري ډاډ یې ورکړ.

د زابلي په خبره، امنيه قوماندان صرافانو ته ويلي چې اوس هم ۲۴ ساعته د امنیې قوماندانۍ منسوبين د صرافي د امنیت ساتلو دنده ترسره کوي چې په راتلونکې کې به د هغوی شمېر ډېر کړي څو امنیت لا خوندي شي.

دی وايي، ولايتي اداره ژمنه ده چې له غلو او اختطاف کوونکو سره به جدي قانوني چلند کوي او په ځانګړي توګه به د هغو غلو او انسان تښتونکو پر ضد جدي اقدامات کوي چې سوداګرو، صرافانو او زرګرانو ته زيان رسوي.

په ورته وخت کې د جلال اباد ښار د صرافانو اتحاديې او دوکاندارانو د امنيه قوماندان د ورتګ ستاينه وکړه او هيله يې وښودله چې له دوی سره د امنيت په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.

د جلال اباد ښار د صرافانو اتحاديې مرستيال حاجي غلجي لغماني وويل، همدا اوس هم صرافان له ګڼو امنيتي ګواښونو سره مخ دي، وسله وال غله ګواښونه ورته کوي او ډېر مهال یې اولادونه تښتول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د صرافانو مارکېټونه په دې خاطر وتړل شول چې تښتوونکو د یوه صراف زوی تښتولی و او په مقابل کې يې ترې د ډېرو پيسو غوښتنه کړې وه.

 

Views: 279

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.