Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزې روغتيايي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، تېره شپه د غزې په شمال کې د بېځایه شوو فلسطینیانو پر کورونو د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزې سوېل کې پر رفح ښار د اسرائيلي ځواکونو وروستي هوايي بريدونه په نړۍواله کچه غندل شوي او له اسرائيل یې د ژر تر ژره درولو غوښتنه شوې، بلخوا د م.م امنیت شورا په دې اړه بېړنۍ غونډه جوړوي.
د افغانستان ا.ا د غزې پر رفح ښارګوټي د اسرائیلو بمبارۍ جنګي جنایت او ټولوژنه بولي او یو ځل بیا پر اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو غږ کوي چې د دغه ناورين مخه ونيسي.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې پر ۳۱مه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې په دې جګړه کې یې لږ تر لږه ۸۹ کارکوونکي وژل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د غزې پر تړانګه د اسراییلو له خوا د برېښنا او اوبو بندولو پرېکړه له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده او نړۍوال دې په دې اړه خپل مکلفیتونه ادا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP