Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي چې دغه وزارت د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت له کروندګرو څخه ۳۸ زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرلي او په سېلوګانو کې یې ذخیره کړي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، روان کال د هېواد په کچه له بزګرانو ۳۸ زره ټنه غنم پېري او د بېړنیو اړتیاوو په موخه یې زېرمه کوي.
د پکتيا کرنې رياست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۶۰ زره مټریک ټنه د غنمو حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د فراه کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۲۵۵ زره ټنه غنم تولید شوي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه ډېروالی ښیي.
د مالیې وزارت وايي چې سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي پړاوونو چټکتیا په موخه له دې وروسته اوړه، غنم او د مسافرو انفرادي توکي د حیرتان په سرحدي ګمرک کې محصول کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه ۴،۳ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالې ښيي.
سيمهییز مسوولین وایي، په کونړ ولایت کې نږدې ۱۴۵۰۰ کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې وېشلو لړۍ پیل شوه او په غور کې له ۸۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې څه باندې ١٥٨ زره مټريک ټنه غنم توليد شوي چې د تېر کال په پرتله نږدې ١١ سلنه زياتوالى ښيي.
د هلمند د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۴۲ زره ۲۱۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه کچه سل زره او ۸۰۰ هکټاره وه.
. . .
د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د هوا سړې څپې له امله د غنمو او اوربشو په زرګونه جریب کښتونه له منځه تللي دي.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت ته هغه ۵۰۰ ټنه غنم ولېږدول شول چې د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په لارښوونه د اړو کورنیو د لاسنیوي لپاره بېل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP