ګردېز (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د پکتيا کرنې رياست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۶۰ زره مټریک ټنه د غنمو حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د مسولينو په وينا، بزګرانو ته پر وخت د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې وېشل او په پسرلي کې پر وخت د بارانو ورښت د غنمو د حاصلاتو زياتوالي لامل شوي دي.

د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالداری ریاست د ترويج عمومي مدير عزيزالله کريمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال پکتيا کې د غنمو حاصلات څه باندې ۴۰ زره مټريک ټنو ته رسېدلي وو.

خو هغه وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې شاوخوا شپيته زره مټريک ټنه د غنمو حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرله ۵۰ سلنه زياتوالی ښيي.

د هغه په وينا سږ کال د مؤسسو په همکارۍ په ډيرو سيمو کې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ويشل شوي چې پایله یې هم ښه وه.

نوموړي وويل: «د ۱۴۰۲ کال په پکتیا ولایت کې د غنمو حاصلات ۴۰۸۲۳ متریک ټنه وو او سږ کال ۲۷ زره هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي وو او الحمدالله د غنمو حاصلات ۵۹۸۹۶.۳ مټریک ټنه دي.»

بل لورته، کروندګر هم د غنمو له سږني حاصلاتو خوښ دي.

د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ يوه کروندګر روزي خان پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د غنمو د حاصلاتو کچه دوه برابره ډېره ده.

هغه زیاته کړه: «موسسو اصلاح شوي تخمونه او سره راکړې وه؛ نو ځکه حاصلات مو ډېر ښه دي.»

دغه راز، د سيدکرم ولسوالۍ يوه کروندګر احمدالله هم وويل چې سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ښه دي.

ده هم وويل چې د غنمو د اصلاح شوو تخمونو ورکړه او په غنمو کې د ناروغيو کموالی د حاصلاتو د زياتوالي لامل شوي دي.

د پکتیا یو شمېر نور کروندګر وايي که هر کال اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او د ناروغیو د مخنیوي درمل ورکړل شي د دوی د غنمو حاصلاتو کچه به نوره هم لوړه شي.