Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ملګري ملتونه وايي چې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د دغه سازمان د سرمنشي راتلونکې غونډه د افغانستان سرپرست حکومت د پرسمیت پېژندنې لپاره نه، بلکې افغانستان کې د ستونزو هواري لپاره ترسره کېږي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.
ټاکل شوې چې نن د شانګهای همکاریو سازمان کلنۍ ناسته په نوي ډهلي کې ترسره شي چې پکې به د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادو د وضعیت په تړاو هم خبرې وشي.
د اسلامي همکاریو سازمان د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د غونډې له جوړېدو خبر ورکړی او ويلي یې دي، په دغه ناسته کې به د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، بشري مسایلو او د فلسطین وضعیت ترڅنګ، د افغانستان په تړاو هم خبرې وشي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ګاونډيو هېوادنو ځانګړو استازو د لومړنۍ غونډې د کوربهتوب خبر ورکوي او وايي، ګډونوال به د افغانستان اوسني وضعیت او د اوږدمهاله سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره د همکاریو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روانه اونۍ به مسکو د افغانستان په اړه د غونډې کوربه وي.
د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د روانې اونۍ چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او بشري وضعیت په اړه غونډه جوړوي.
د سیمهيیزو همکاریو پیاوړتیا، د سولې، امنیت او ثبات په موخه په اسیا کې د متقابل عمل او باور جوړونې لپاره د اقداماتو شپږمه نړۍواله غونډه نن (چهارشنبه) په قزاقستان کې پیل شوه.
د ټاپي ګازو نللیکې کمپنۍ اجرائیه رییس وایي، په نږدې راتلونکي کې به د دولتونو په کچه د ټاپي پروژې د رهبرۍ کمېټې غونډه په عشق اباد کې جوړه شي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، ۱۲ ورځې وروسته د شلو هېوادونو د استازو په ګډون به د افغانستان په اړه په تاشکند کې، نړیواله غونډه جوړه شي.
د چارو ځيني شنونکي د هېواد پر مسايلو د خبرو لپاره د جوړېدونکې غونډې لپاره هڅې ښه اقدام بولي او وايي، دا غونډه به هغه مهال ښې پايلې ولري چې ټول افغانان پکې ځان وويني.
د اسلامي همکاريو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو ۴۸مه ناسته راتلونکې اوونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړېږي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن